کابل باختر دغبرګولي اوومه
څلور تنه وسله وال طالبان په ارزګان ولايت کې دافغان ځواکونو په عملياتوکې ونيول شول .
دغه طالبان نن له غرمې وروسته په دريو بجو دچوري ولسوالۍ په مربوطاتوکې له يو شميرجنګي وسايلو سره ونيول شول .
دارزګان ولايت دپوليسو دقوماندانۍ کشفي مرستيال ګلاب خان باختر اژانس ته وويل دغه کسان په داسي حال کې چې د افغان اوناتو په ځواکونو دتروريستي بريد په طرحي بوخت و ، ونيول شو ګلاب خان وايي ددغو کسانو دنيولوپه وخت کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زيان نه دي اوښتي .