خبرونهروغتیا

په کندز کې د روږدو کسانو شمېر د تېرو کلونو په پرتله کم شوی دی

کابل / د وري ۲۳ / باختر

په کندز کې د روږدو کسانو د ۸۰ بستریز روغتون مسوولین وايي چې په افغانستان کې اسلامي امارت له واکمنۍ راپدېخوا  په دغه ولایت کې د روږدو کسانو شمېر د تېرو کلونو په پرتله کم شوی دی.

په کندز کې د ٨٠ بستريز روغتون آمر ډاکټر تازه خان احمدزي د باختر آژانس سیمه يیز خبریال ښاغلي همنوا ته ویلي چې په دغه روغتون کې د لسګونو روږدو درملنه شوې او لا هم دغه بهیر دوام لري.

احمدزي زیاته کړه چې د اسلامي امارت له واکمنۍ راپدېخوا یې په تېرو ۸ میاشتو کې د ۴۱۲ روږدو درملنه کړې او په وینا یې په نشه ‎يي توکو د ټولو روږدو درملنه په وړیا توګه کېږي.

د کندز د روږدو د روغتون مشر زياته کړه چې په دغه ولايت کې د روږدو کسانو روغتون ٨٠ بستره لري چې اوسمهال په دغه روغتون کې ٨٠ روږدي تر درملنې لاندې دي او د هر روږدي تر ٤٥ ورځو پورې درملنه کېږي.

هغه زياته کړه، روږدي کسان د امنيتي ځواکونو په همکارۍ او هم په داوطلبانه ډول روغتون ته راځي او د درملنې په لټه کې دي. په خبره یې؛ روږدي د کندز د مرکز په ګډون د بغلان، تخار او بدخشان ولايتونو څخه هم روغتون ته ورځي او درملنه يې کېږي.

احمدزي وویل کله چې روږدي له ۴۵ ورځو درملنې وروسته له روغتون څخه رخصت شي، وروسته په رسمي ډول د کار د زمینې برابرولو په موخه د کندز د کار او ټولنیزو چارو ریاست ته معرفي کېږي چې ورته د کار زمینه برابره شي.

د کندز، تخار او  بغلان ولايتونو درېیو روږدو هر يو وزيرمحمد، عصمت الله او محمد هارون د دغه روغتون له مسوولينو او دولت څخه غواړي چې له دوی سره د کار په پیدا کولو کې مرسته وکړي چې بیا ځلې په دغه ناوړه نشه يي توکو روږدي نه شي.

د يادونې وړ ده، چې په کندز کې د روږدو کسانو ٨٠ بستريز روغتون کې ٣٩ رسمي کارکوونکي دنده ترسره کوي او هره ورځ د روږدو کسانو درملنه کوي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته