فرهنګ

دتصويري رسنيو دستونزې دڅيړنې په مقصد غونډه جوړه شوه .

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٢٩
ديو شمير تصويري رسنيو دستونزو دڅيړنې په خاطر نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دخپرونو دچارو دمعينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي په مشرۍ په دغه وزارت کې غونډه جوړه شوه .
دباختر آژانس دخبرله مخې :په دې غونډه کې چې دتصويري رسنيو ديو شمير مسوولينو او استازو په ګډون جوړه شوه دتصويري رسنيو ديو لړ ستونزو او په تيره بيا د ورزشي پروګرامونو دخپرولو دحق په باب چې دطلوع ټلويزيون له خوا پيرودل شوې ده او په غير قانوني ډول دځينو نورو رسنيو له خوا خپريږي ددغه ټلويزيون د ستونزې په باب خبرې اترې وشوې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معينې له تصويري رسنيو څخه وغوښتل چې بايد ديو بل دحق درناوى وکړي او که چيرې ټاکل شوې وي چې پروګرامونه په ګډه خپاره کړي بايد له يوبل سره تفاهم وکړي دغه راز د خپرونو دچارو معينې له رسنيو او په تيره بيا له تصويري رسنيو څخه وغوښتل چې خپلې خپرونې دنافذو قوانينو ، داسلامي ارزښتونو او اصولو او دافغاني فرهنګ په رعايتولو سره عيار کړي دغه راز ديو بل دحق د درناوي په پام کې نيولو سره خپلې ستونزې په خپل تفاهم سره حل کړي او په دې برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم له هغوى سره همکاري کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته