امنیت

دوه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او يوه اندازه وسله ترلاسه شوه

کابل باختر دسلواغې څليرويشتمه :
د هلمند ولايت په مربوطاتوکې نن دملي اردو او دملي پوليسو د منسوبينو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې دوه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او يوه اندازه وسله ترلاسه شوه .
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: دغه چاڼيز عمليات دعقاب _ ٣٢ تر عنوان لاندې د هلمند ولايت د خانشين ولسوالۍ په مربوطاتو کې پيل شوي و چې له امله يې دوه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او يوه پيکا، يوه تومانچه، يوتيويتا موټر او يوه ثريا ټيلفون د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې ده .
ديوبل خبر له مخې: دهلمند ولايت دمارجې ولسوالۍ په مربوطاتوکې دملي اردو دمنسوبينودعملياتو په بهيرکې دوه تنه وسله وال مخالفين وژل شوي او څلور تنه نور يې ټپيان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته