کابل باختر دزمري دويمه :
دملي امنيت دلوى رياست موظفينو درې تنه په لوګر ولايت کې دتروريستي فعاليتونو په تور ونيول .
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ دملي امنيت دلوى رياست موظفينودخلکو په نږدې همکاري دځانګړو اوپراتيفي عملياتو په بهير کې درې تنه چې ويل کيږي په تروريستي او ورانکارو فعاليتونو،شوکماري ، ماين ښخولو، دپيسو په راټولولو او تروريستي ډلو ته دوسلو اومهماتو په برابرولو بوخت وو دلوګر ولايت دمحمداغي اوبره کي برک دولسواليوپه مربوطاتو کې ونيول .
0 د یوې دقیقې څخه لږ