بادغيس باختر د لړم د مياشتې ٢٠ نيټه :
وسله والوطالبانو تېر ماښام د بادغيس ولايت په مقر ولسوالۍکې د نجونو د يوه ښوونځي سرښوونکى وتښتاوه.
د بادغيس د ولايتي شورا مرستيال د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه ښوونکى د مقر ولسوالۍ د بيګ ها له کلي څخه د وسله والو طالبانو له خوا وتښتول شو او نامعلوم ځاى ته وليږدول شو چې تر اوسه پورې د هغه د برخليک په باب معلومات نه دي ترلاسه شوي.
ده وويل: سپين ږيري او قومي مشران د طالبانو له منګولوڅخه د ده د خلاصون په لټه کې دي.
په همدې حال کې د بادغيس ولايت د پوهنې رياست سرپرست عبدالقيوم ساجد وايي: وسله والو طالبانو دغه سرښوونکى له طالبانو سره د نه همکارۍ په خاطر تښتولى دى.
څه موده مخکې د بادغيس ولايت د بالامرغاب په ولسوالۍ کې يو ښوونکى د وسله والو طالبانو له خوا ووژل شو.
پاى ج ذ
1 1 دقیقه لوستل