جلال اباد باختر د لنیدۍ ۱۳ مه
د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار په تالاشۍ چوک کې درې تنه غله نیول شوي دي.
ځايي چارواکي وايي چې نیول شویو غلو به په رڼا ورځ د صرافیو له دوکانونو ،عامو خلکو او نورو سیمو څخه غلاوې کولې.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د باختر آژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې نیول شویو غلو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او دوسیې څارنوالې ته استول شوې دي.
د یادونې وړ ده چې د دغو غلو د نیولو هڅې هغه وخت کړندۍ شوې کله چې عامو خلکو پولیسو ته د خپلو توکو د ورکېدو له امله شکایتونه وکړل.
پای/وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ