امنیت

دملي اردو څلور تنه سرتيري شهيدان شول

کابل  باختردلړم دمياشتې ٢٥ :
دملي دفاع وزارت خبرځايونه وايي چې دملي اردو څلور تنه سرتيري  دامنيتي دندو په بهيرکې  شهيدان شول.
دغه سرتيري  پرون  په ځينو ولايتونو کې دماينونو دچاودنو اودمخالفينو ددرندو وسلو دډزو له امله شهيدان شوي دي.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ .
دملي اردو درې تنه سرتيري  دبادغيس ولايت دمقر ولسوالۍ په مربوطاتو کې شهيدان  اويوتن بل ټپي شو ، دارزګان و لايت دچوري ولسوالۍ په مربوطاتو کې درې تنه سرتيري ټپيان شول  او دهلمند ولايت  په کجکي ولسوالۍ کې  دوه تنه سرتيري ټپيان شول او دملي اردو يو عسکر دکونړ ولايت دغازي اباد په ولسوالۍ کې شهيد اويوتن بل ټپي شو.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته