کابل باختر چنګاښ دمياشتې ١٢نيټه :
په هلمند ولايت کې د وسله والو طالبانو په سنګرونو د هېواد د هوايي ځواکونو بريدونه لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
په دغو وسله والوطالبانو تېره شپه په داسې حال کې چې د يولړ ډاراچوونکو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو؛ دلښکرګاه ښار ته څېرمه بريد وشو.
د هېوادپه جنوب کې د ملي اردو يوه قوماندان باختر آژانس ته وويل چې دهېواد د هوايي ځواکونوپه دغو بريدونو کې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او د هغوى څو مرکزونه دړې وړې شول .
د يوبل خبرله مخې:
پوځيانو په هلمند ولايت کې د وسله والوطالبانو د جنګي وسايلو د يوې ډيپو په کشفولو بريالي شول.
دغه ډيپو د لښکرګاه ښارته څېرمه د وسله والوطالبانو له پټنځي څخه کشف شوې ده چې له هغې څخه يوشمېرسپکې اودرندې وسلې هم ترلاسه شوې دي.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې پوځيانو په هلمندولايت کې د يولړ چاودنو لپاره د طالبانو طرحه ناکامه کړه .
امنيتي مامورينو نن سهار د لښکرګاه ښار له شاوخوا سيمو او د سنګين ولسوالۍ له مربوطاتو څخه ٦ ماينونه چې د وسله والوطالبانو له خوا په ګڼ ميشتولارو کې ښخ کړاى شوي و؛ کشف او شنډکړل،.
پاى ج ذ