سیاست

په کابل کې به دآذربايجان سفارت به ډير ژر پرانيستل شي

کابل باختر دجدي  ٦
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت  سياسي  معين او سرپرست  حکمت خليل کرزي نن   دافغانستان لپاره  د آذربايجان  جمهوريت  نااستوګن سفير وحدت محمدآقا اوغلو  سلطانزاده سره  وکتل.
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باخترآژانس ته  خبرورکړ :
ددغې کتنې په پيل کې دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين ددواړوهېوادونو  ترمنځ  ددوستانه تاريخي اړيکو اومناسباتو يادونه وکړه   او غوښتنه يې وکړه  چې  ددواړو هېوادونو ترمنځ  دسياسي چارو  دپرمخ بيولو  اودديپلوماتيکي اواقتصادي اړيکو دپياوړتيا اوپراختيا لپاره دې، آذربايجان  په کابل کې خپل سفارت پرانيزي.
وروسته  دافغانستان لپاره  د آذربايجان   نا استوګن سفير دافغانستان او آذربايجان ترمنځ دسياسي اواقتصادي اړيکو دټنيګښت اوپراختيا داهميت په باب خبرې وکړې اوپه کابل کې ددغه هېواد دسفارت دپرانستلو په اړوند يې دخپل  هېواد د جمهوررئيس  اوخلکو دعلاقمندۍ  ژمنه وکړه  او غوښتنه يې وکړه چې افغانستان دې دآذربايجان دسياسي  او ديپلوماتيکي پاسپورټونو لپاره  ويزه لرې کړي  چې په دې باب دسياسي معين له خوا دهراړخيزې همکارۍ  ژمنه وشوه .
ددغې کتنې په بهيرکې دواړو لورو  دپانګونې  ، دترانسپورت  اودآسيا اواروپا  له لويې لارې سره دافغانستان دپيوستون  ، داستانبول _  داسيا دزړه په بهيرکې    ددغه هېواد دزيات رول  اوداقتصادي  اوتجارتي همکاريو لپاره دګډ بين الحکومتي کميسيون د جوړولو په برخو کې ددغه هېواد دزياتو همکاريو په باب هراړخيزې  خبرې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته