امنیت

په هرات ولايت کې په دولتي تاسيساتو او د پوځيانو په کاروان د بريد تروريستي طرحه ناکامه شوه

کابل باختر دکب  اوومه نيټه :
په هرات ولايت کې د يو لړ تروريستي بريدونو د ترسره کولو لپاره د وسله والو طالبانو طرحه ناکامه شوه .
دوه تنه ځانمرګي يرغلګر چې غوښتل يې په تروريستي بريدونو لاس پورې کړي؛ پرون ناوخته په داسې حال کې چې په ښځينه جامو سمبالو وو؛ د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول.
د را رسيدلو خبرونو له مخې: يوه يرغلګر په هرات ښارکې په دولتي تاسيساتو د بريد نيت درلود او بل يې غوښتل چې د هرات د هوايي ډګر په عمومي واټ کې د پوځيانو په کاروان ځانمرګى بريد وکړي .
د هرات ولايت يوه امنيتي مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل چې يرغلګر ټيک کله چي يې غوښتل ځان دهرات ښار ته ورسوي؛ تېره شپه د ګذرې ولسوالۍ د کورت سياوشان په نامه کلي کې دملي اردو د کوماندو د ځواکونو دځانګړو عملياتو په بهيرکې ونيول شول .
ده وويل چې دغو يرغلګرو په جلا جلا توګه غوښتل چې په هرات ښارکې په دولتي تاسيساتو او د دغه ښار د هوايي  ډګر په واټ کې د پوځيانو د سپرلۍ په کاروان بريد وکړي.
نيول شويوکسانو له ښځينه جاموڅخه په استفادې سره غوښتل چې ځان د هرات ښار ته ورسوي، خو د اردو د کوماندو د ځواکونو له خوا وپيژندل شول .
دغو دوو تنوځانمرګو يرغلګرو په لومړنيوتحقيقاتوکې اعتراف کړى دى چې د ځانمرګو بريدونو لارې چارې يې په پاکستان کې زده کړې دي او د طالبانو د قوماندانانو له خوا په دغه هيوادکې ددغو بريدونو په ترسره کولو ګومارل شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته