سیاست

روسيې دافغانستان په باب له ناتو سره خپلې همکارۍ نه تمديدوي.

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٠
دروسيې حکومت وايي چې د افغانستان په باب دناتو له پوځي تړون سره خپلې همکارۍ تمديدې نه کړي.
په ناتو کې د روسيې استازي الکساندر ګروشکو پرون دايتارتاس خبري اژانس ته وويل چې ناتو له روسيې سره دهمکارۍ هغه ټولې لارې او پروژې چې د دواړو لورو دامنيت او ګټو لپاره مهمې وې تړلې دي.
ددغه روسي مقام دڅرګندونو له مخې د روسيې په وړاندې دناتو اقدام دافغانستان حالت ته په پاملرنې سره چې په خرابوالي  دى ، په تقابل کې دى.
په ناتو کې د روسيې استازى دغه راز وايي هيڅ داسې نښې نښانې نشته چې ناتو ددغو اړيکو دبيا احيا کولو په لاره کې خپل چلند بدل کړي.
روسيې سره له دې چې دناتو غړۍ نه ده په تيرو وختونو کې دافغانستان په باب له دغه پوځي تړون سره همکاري کوله خو اوس ددغو همکاريو دبندولو خبر ورکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته