امنیت

يو پوليس په ترينکوټ کې شهيد شو

کابل باختر دکب څوارلسمه :
د ارزګان ولايت په يوه واټ کې نن دښخ کړى شوي ماين دچاودنې له امله يوپوليس شهيد او دوه تنه نور يې ټپيان شول.
د ارزګان ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر محمد اسلم باخترآژانس ته وويل: د پوليسو ځواکونو غوښتل هغه ماين چې د ترينکوټ ښار د چلنګه په سيمه کې ښخ کړى شوى و شنډ کړي؛ ماين وچاوديد او له امله يې يو پوليس شهيد او دوه تنه نور يې ټپيان شول.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: د پيښې ټپيان د ترينکوټ ښار ملکي روغتون ته ليږودول شوي او د روغتون مسوولينو ددغو دوو تنو ټپيانو حالت خراب بللى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته