امنیت

دغور دجيل بنديانو دنه خوړو په اعتصاب لاس پورې کړ .

کابل باختر دسلواغۍ شپږمه :
دغور ولايت  دجيل  بنديانو دنه خوړو په اعتصاب لاس پورې کړ او خبر دارى  ورکوي تر هغه وخته پورې يې چې ستونزې حل نه شي له اعتصاب څخه به لاس په سر نه شي .
دبنديانو دڅرګندونوله مخې: دجيل مسوولين بنديان په بيلابيلو پلمو له جيل څخه باسي وهي او ډبوي او تر ګواښ لاندې نيسي .
يو بندي چې دنامه له اخيستلو څخه يې ډډه وکړه دباختراژانس خبريال ته وويل :کله چې دبنديانو له خوا دروږدو کسانو د درملنې مرکز ته دنشه يي توکو دليږدونې خبر خپور شو دجيل  مسوولين ډير ناوړه چلند کوي .
ده زياته کړه: يواځې  دغه ستونزه نه ده بلکې داسې کسان هم شته چې دبند موده يې بشپړه شوې خو نه ازاديږي اويا هم له فرمانونوسره سم دبند په موده کې يې تخفيف راغلى دى خو تراوسه پورې دغه فرمانونه نه دي عملي شوي .
  يوبل بندي عبدالفريد وايي چې له خپلو زياترو حقوقو څخه بې برخې  دي ، دجيل خونې  ډيرې  سړې  دي او مناسـب خواړه ورته  نه ورکول  کيږي او څوک  ددوى خبرې  نه اوري .
دغه بندي زياته کړه :تر هغه وخته پورې چې هئيت  رانه شي او زموږ غوښتنې حل نه کړي موږ خپل اعتصاب ته دوام ورکوو .
دغور په جيل کې د٥٥ ښځو په ګډون  څه ناڅه دوه سوه تنه دبيلابيلو جرمونو په تور شپې سبا کوي خو د محبس  آمر سمونوال عبدالبصير  سعيدي وايي خبرې دوام لري او له دولسو تنو پرته چې اعتصاب ته دوام ورکوي نورو له اعتصاب  څخه لاس اخيستى دى .
په همدې حال کې دغور ولايت دڅارنوالۍ  رييس ګل احمد حيدري  وويل چې دغور په جيل کې داسې څوک نشته  برخليک يي معلوم نه وي او دوسيه يي څيړل شوې نه وي  دټولو بنديانو دوسيې يا بشپړې  شوي  اويا تر څيړنې لاندې دي .
ده زياته کړه  کله چې دجمهور رييس فرمان رارسيږي موږ دهغو کسانو لست چې له تخفيف څخه ګټه اخلي برابروو  او جمهوري رياست ته يې ليږو او کله چې جمهور رييس   حکم صادر کړي موږ يې تطبيقيوو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته