امنیت

دوزير محمد اکبر خان په ساحه کې دچاودنې له امله لسو تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته .

-کابل باختر د لړم نهمه :
په هغې چاودنه کې چې  دکابل ښار دوزير محمد اکبر خان مينې په څوارلسم سړک کې  وشوه درې تنه ټپيان شول او څلور تنه نور  دپيښې په ځاى کې  پراته و
دباختراژانس خبريال  دعيني شاهدانو له خولې خبرراکړ  چاودنه  دځانمرګي بريد  زيږنده وه  او  له سيمې څخه  دعيني شاهدانو دڅرګندونوله مخې  له دغې پيښې  څخه درې تنه ټپيان  دامبولانسونو په واسطه ليږدول شوي  او څلور تنه نور دپيښې په ځاى کې پراته و .
دکابل پوليسو  تراوسه پورې په دې باب  نظر نه دى  څرګند کړى  او په همدې دليل  دپيښې دسردزيان او دټپيانو دقيق شمير معلوم نه دى .
په همدې حال کې  دعامې روغتيا وزارت  په رپوټونوکې ويل شوي دي  چې په دې پيښه کې لسو تنو ملکي وګړو ته  مرګ ژوبله اوښتې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته