امنیت

دارګو دعملياتو په دوام درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل باختر د وږي  دوه ويشتمه :
دبدخشان ولايت دارګو په ولسوالۍ  کې پرون دامنيتي ځواکونو په ګډو عملياتو کې درې تنه وسله وال  طالبان ووژل شول .
دبدخشان ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر عبدالقدير  صياد دباختراژانس خبريال ته وويل دامنيتي ځواکونو په هغو ګډو عمليات کې چې ددغه ولايت دارګو ولسوالۍ په مربوطاتو کې  ترسره شول ددغې ولسوالۍ  ٢١ کلي تراوسه پورې دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي .
ده زياته کړه چې همدا اوس وسله وال طالبان د ګاونډيو ولسواليو غرونو ته تښتيدلي دي اوسنګرونه يې نيولي دي او امنيتي  ځواکونه هم دوسله والو طالبانو له شتون څخه ددغو سيمو دپاکولو په حال کې دي .
ده زياته کړه چې په  دغو عملياتو کې دسيمه ئيزو پوليسو  يوسرتيرى  هم ټپي شوى دى .
عبدالقدير وويل: دغه عمليات دارګو له ولسوالۍ څخه پيل شول چې ددغې ولسوالۍ يوشمير اوسيدونکو دارګو ولسوالۍ دځينو لرې پرتو کليو په مربوطاتو کې دوسله والو طالبانو دپراخ شتون دزور زياتي له امله سرټکاوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته