کابل باختر د کب نهه ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني دکابل بانک دپوړولو دحساباتو دتصفيې دهڅونې او ګړندي کولو طرز العمل دکابينې له تصويب وروسته توشيح کړ .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ، دغه طرز العمل چې په دولسو مادو کې برابر شوي دي دکابل بانک دحساباتو دتصفيې دبهير دګړندي کولو او د خپلو پورونو ورکولو ته دپوړولو دهڅونې په لاره کې داسانتياو دبرابرولو په مقصد وضع شوي دي .
دغه طرز العمل دتوشيح له نيټې څخه نافذ دى اوپوړولى مکلف دي چې خپل پورونه له دغه طرز العمل سره سم ورکړي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ