امنیت

شپږ اويا کيلوګرام چرس په جبل السراج کې ترلاسه شول

کابل باختر د وري  نهه ويشتمه :
شپږ اويا کيلوګرامه چرس له يوه مشکوک سړى سره د پروان ولايت دامنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې د مديريت د پوليسو له خوا کشف او ترلاسه شول.
د پروان ولايت امنيه قوماندان جنرال محمد زمان مموزي د باخترآژانس خبريال ته وويل: له نشه يي توکوسره د مبارزې د مديريت پوليسو تېره شپه دجبل السراج ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ د پوليسو په همکارۍ په يولړځانګړو عملياتوکې ٧٦ کيلوګرامه اومه چرس چې په يوه فلانکوچ موټرکې ځاى پرځاى شوي وو اوله شمال څخه کابل ته ليږدول کيدل؛ د جبل السراج ولسوالۍ د بازار په ساحه کې  په يوه پلټنه کې کشف او ترلاسه کړ.
خبرځاى وويل: د دغې پيښې په اړوند دوه تنه مشکوک کسان هم نيول شوي دي او پيښه تر څيړنې لاندې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته