امنیت

په بدخشان کې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٥
اووه تنه وسله وال طالبان تېره شپه د بدخشان ولايت په وردوج ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو په کمين کې ووژل شول او ديارلس تنه نوريې ټپيان شول.
د اشکاشم ولسوالۍ د اووم سرحدي کنډک قوماندان ډګروال امان الله دباختر آژانس خبريال ته وويل: سرحدي ځواکونو د وردوج ولسوال په تګلورې کې د يوه کمين په بهيرکې ٧ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ١٣ تنه نوريې ټپيان شول.
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: د دغې جګړې په بهيرکې د دښمن د وسلو يوه په يوې ډيپوکې اور ولګيد او يو وسله وال طالب ژوندى ونيول شو.
ده زياته کړه: په دې جګړه کې دغه راز يوه داشکه، يوه پيکا، دوه کلاشينکوفونه ، يوه مخابره او يوه اندازه ډول ډول مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاس ته روغلي دي .
ډګروال امان الله زياته کړه: ددغه بريد په بهيرکې د سرحدي او امنيتي ځواکونو ١٤ تنه سرتيري بې درکه شوي دي .
د بدخشان ولايت د ملي امنيت يوه خبرځاى وويل چې د څوارلسو تنو سرتيرو له جملې څخه چې بې درکه دي؛ ٩ تنه يې د طالبانو له خوا نيول شوي دي او د ٥ تنو نورو په باب يې خبر نه دى ترلاسه شوى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته