امنیت

د طالبانو د وسلو او مهماتو يوه زېرمه په ده سبز کې کشف شوه

 کابل/ د وږي ۲۰ مه / باختر
د کابل د ١١١ فرقې د ځانګړو ځواکونو د عملياتو په پايله کې چې تېره شپه د کابل په ده سبز کې ترسره شول، د مهماتو يوه زېرمه کشف شوه.
د کابل د ١١١ فرقې د عمومي قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛ د دغې قوماندانۍ ځواکونو دغه مهمات د ده سبز ولسوالۍ په بختيارانو سيمه کې           له يوې زېرمې څخه وموندل چې پکې د١٢٢ ملي متري توپ ٥ ګولۍ، د هاوان ٥ ماينونه، د (بي.ام.١) ٥ ګولۍ او د هاوان٤٠ سرګلولې پکې پټ کړاى شوې وې.
ويل کېږي دغه زېرمه په وسله والو طالبانو پورې اړه لرله او دغې ډلې غوښتل له دغو مهماتو څخه په خپلو ويجاړوونکو پروګرامونو کې استفاده وکړي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته