امنیت

د دوو چاودنومخه ونيول شوه

کابل- باختر د مرغومي دمياشتې ٢٦
په فراه ولايت کې د دوو چاودنومخه ونيول شوه .
امنيتي ځواکونو نن سهار د خلکو په همکارۍ د بالابلوک ولسوالۍ په ګڼ ميشتو سيموکې دوه ماينونه کشف او شنډ کړل.
د فراه ولايت يوه امنيتي مقام باختر آژانس ته وويل: طالبانو غوښتل د دغو ماينونو په ښخولو سره په ملکي وګړو خونړۍ بريدونه وکړي.
ده وويل: دغه ماينونه نن سهار د بالابلوک ولسوالۍ له ګڼ ميشتو لاروڅخه د خلکو په همکارۍ کشف او شنډکړى شوي دي.
د دغو ماينونو د ښخولو په تور څوک نه دى نيول شوى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته