کابل باختردلندي دمياشتې ٢٧ :
په سالنګونو کې د واورې له اورښت سره سره، دغه لويه لاره د ترافيکو پرمخ پرانيستې ده.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې رييس جنرال محمدرجب چې نن يې له باختراژانس له خبريال سره خبرې کولې؛ وويل چې د سالنګ تونل په دواړو خواوکې نن سهار په پنځوبجو د واورې اورښت پيل شو او دوام لري.
ده وويل: د سالنګونو لويه لاره د مسافروړونکو او بې ټيلري وسايطو پرمخ پرانيستې ده، خو يواځې ټيلري وسايط دځينوستونزو له امله نه شي کولاى په دې لاره کې تګ راتګ وکړي .
ده له موټرچلوونکو څخه وغوښتل چې له سالنګونو څخه دتېرېدو په وخت کې خپل وسايط په اړتيا وړ وسايلو سمبال کړي .
جنرال رجب وويل: د سالنګونو د واټ ځينې برخې اوس قيرشوى دى، له دې امله چې د ټيلري او لوړ توناژ وسايطو د ټايرونو ځنځيرونه دسړک د قير دخرابوالې سبب کيږي. له دې امله تريوه وخته پورې دغه شان وسايطو ته په سالنګونوکې د تګ راتګ اجازه نه ورکول کيږي .
0 1 دقیقه لوستل