کابل باختر د مرغومي شپاړلسمه
پرون ناوخته د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ پښتي دره کلي دځدارڼودقوم مخور مشر (اخمدي) د وسله والو مخالیفینو له لورې وژل شوی اومړي نن خاوروته وسپارل شو.
د پکتیکاولایت د والي ویاند نبي الله پیرخیل یاده پیښه تائید کړه اودا سي یې وویل: وسله والومخالفینو له افغان امنیتي ځواکونو سره د مخامخ نښتي توان له لاسه ورکړی اودوی دداډول پیښو په ترسراوي سره غواړې د پکتیکا په خلکو کې ویره خپره کړي خو د پکتیکا قومي مشران به هیڅکله د دوښمن شومو موخو ته تسلیم نشي.
پیرخیل زیاته کړه چې پولیسو څیړنې پیل کړې ډیر ژر به د (اخمدي) قاتلین وپیژني او د قانون منګولو ته به یې وسپاري.
ديادونې وړده چې دا لومړی ځل نه دی چې په پکتیکا کې قومی مشر وژل کیږي تر دې ړومبی هم داسې پیښې د وسله والو مخالفینو له لورې ترسره شوې دي
1 1 دقیقه لوستل