امنیت

په دايکندي کې د يوې تنکې پيغلې کورنۍ د خپلې لور د وژل کېدو د پيښې دنه تعقيب له امله شکايت لري

کابل= باختر دليندي دولسمه:
  په دايکندي ولايت کې د يوې تنکې پيغلې له وژل کېدو وروسته، د دې کورنۍ د دغې پيښې دعاملينو د نيول او محاکمه کولو غوښتنه وکړه .
پنځلس کلنه نجلۍ حنيفه، دوه ورځې مخکې د ناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا د دايکندي ولايت د خدير ولسوالۍ په ګورګه سيمه کې ووژل شوه .
د دغې تنکې پيغلې مور وايي: سره له دې چې د دې د لور له وژل کېدو څخه دوه ورځې تيريږي؛ عاملين يې تر اوسه پورې نه دي نيول شوي او د دغې نجلۍ د وژل کېدو انګيزه نه ده روښانه شوى.
د دې کورنۍ وايي چې موږ له هيچا سره دښمني نه لرو؛ په همدې حال کې د دايکندي ولايت د ښځو د چارو د رياست سرپرستې حبيبې شجاعي له باختر اژانس سره د خبرو په ترڅ کې ددغه ولايت له امنيتي مقاماتو څخه وغوښتل چې د دغه جنايت د عاملينو په نيولوکې هلې ځلې وکړي .
له بلې خوا هم په دايکندي کې امنيتي مقامات وايي چې په خدير ولسوالۍ کې د حنيفې د وژل کېدو د عاملينو د نيولو لپاره يې عمليات پيل کړي دي .
وروستى پيښه په داسې حال کې رامنځته کيږي چې له دغې پيښې  څخه دوه ورځې مخکې دوو خونيدو په مزارشريف ښارکې په نامعلومو دلايلو په ځان وژنې لاس پورې کړ او يوه کوچنې نجلۍ چې نهه کلنه وه؛ په جوزجان کې ووژل شوه .
د بشر د حقوقو مدافع مرکزونه په افغانستان کې د تاوتريخوالې د زياتوالې له امله انديښنه څرګندوي او دغه شان پيښو دکمښت په لاره کې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته