سیاست

جمهور ریېس غني د جنوبي کوریا د نوي سفیر باورلیک ومانه

کابل باختر دسلواغې ١٢ نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ریېس ډاکټر محمد اشرف غني نن د سویلي کوریا د نوي سفیر ښاغلي ري ژا هیونګ باور لیک ومانه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د باورلیک د وړاندې کولو په مراسمو کې چې په ارګ کې ترسره شول، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم حضور درلود، دواړو لورو د افغانستان او جنوبي کوریا ترمنځ د اړیکو د پراختیا په اړه خبرې اترې وکړې.
جمهور ریېس غني هیونګ ته د ښه راغلاست ترڅنګ له افغانستان سره په ځانګړي ډول د حرفوي زده کړو په برخه کې د سویلي کوریا د مرستو او همکاریو مننه وکړه او د افغانستان لپاره یې په انکشافي برخه کې د هغه هېواد له تجربو څخه استفاده ګټوره وبلله.
د سویلي کوریا نوي سفیر په افغانستان کې د خپل ماموریت په پیلولو خوښي څرګنده کړه  او ويې ویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په برخه کې به زیاتې هڅې وکړي.پاى_ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته