امنیت

دبدخشان په وردوج ولسوالۍ دطالبانو بريد په شاوتمبول شو.

کابل  باخترد وري دمياشتې  ٣ :
دبدخشان  په  وردوج ولسوالۍ کې  ميشتو امنيتي ځواکونو پرون مازيګر په دغې ولسوالۍ  دوسله والو طالبانو پراخ بريد په شاوتمباوه.
د وردوج ولسوال  دولت محمدخاور باختراژانس  ته وويل، وسله والو طالبانو چې بهرنيان هم ورسره و  پرون مازيګر دپنځو بجو په شاوخوا کې  دوردوج ولسوالۍ په ودانۍ بريد وکړ  چې دولسوالۍ  دامنيتي مسوبينو دمقاومت له امله يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل  شول او اووه تنه نوريې ټپيان شول.
دغه راز په دې نښته کې دملي اردو  درې تنه منسوبين او دعامه نظم يو پوليس ټپيان شول  چې  روغتيايي حالت يې مخ په ښه والي بلل شوى دى .
دبدخشان  دوالي ويندوى عبدالمعروف  راسخ  په دې باب باختراژانس ته وويل چې په دې نښته کې  يوولس تنه وسله وال طالبان وژل شوي اواوولس تنه نور يې ټپيان شوي دي.
دغه راز دملي امنيت  يو خبرځاى باختراژانس ته وويل  چې دنښتې په وخت کې  څو ميله وسلې اويوه اندازه مهمات دجګړې په ډگر کې پاتې دي.
ديادونې وړ ده   چې په وردوج ولسوالۍ کې دامنيتي  ځواکونو دپرونيو عملياتو اودناټو دځواکونو دعملياتو په بهيرکې دطالبانو دډلې  ديوتن مشهور قوماندان مولوي  حمزه  په ګډونه دري څلويښت تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته