امنیت

په بلخ ولايت کې د وروستې پيښې د قربانيانو د جنازو ښخول

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٦
د بلخ ولايت د زارع ولسوالۍ د پيښې د قربانيانو جنازې پرون کورنيو ته يې وسپارلې شوې.
د سرپل ولايت د بلخاب ولسوالۍ او د مزاشريف ښار د ديارلسو تنو اوسيدونکو جنازې چې دوه ورځې مخکې د وسله والو طالبانو له خوا د زارع ولسوالۍ د جلګې په سيمه کې په ډزو سره وژل شوي وو؛ د مزارشريف ښارته له ليږدونې وروسته وارثانو ته يې وسپارلې شوې.
په پارلمان کې د بلخ د خلکو منتخب استازي عباس ابراهيم زاده د باختر آژانس خبريال ته وويل: لس تنه دغه قربانيان د سرپل ولايت د بلخاب ولسوالۍ اوسيدونکي وو چې جنازې يې د ښخولو لپاره دغه ولايت ته وليږدول شوې او درې نورې جنازې په مزارشريف ښارکې خاوروته وسپارلې شوې.
عباس ابراهيم زاده له دولت څخه وغوښتل چې د دغه شان قضيو عاملين ونيسي چې دغه تراژيدي پاى ته ورسول شي، ځکه په دغه شان پيښوکې تل له يوه قوم څخه قرباني اخستل کيږي .
د شهيدانو وارثان وايي: زموږ په په ټپونو پټى لګول زموږ د کورنيو د غړو د قاتلانو محاکمه ده او که چيرې دولت په دې باب عملي اقدام ونه کړي؛ موږ په خپله د خپل زړه دغه اور د غچ په اخستلو سره ووژنو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته