کابل باختر د لړم نهه ويشتمه :
دملي امنيت دخاصو قطعاتو ځواکونودپکتيا ولايت دڅمکنيو ولسوالۍ په راغه کلي کې دځانګړو عملياتو په بهير کې د حقاني دشبکې دوسلو او مهماتو يوه ډيپو کشف کړه .
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفترد باختراژانس خبريال ته وويل په دې ډيپو کې دډول ډول درندو اوسپکو وسلو په سلګونو زره ګولۍ کشف اوترلاسه شوي دي .
دغه مهمات دتروريستي او يرغليزو بريدونو دترسره کولو په موخه دحقاني شبکې له خوا دډيورنډ له فرضي کرښې څخه له اخوا څخه دپکتيا ولايت ته ليږدول شوي و چې دملي امنيت دځواکونو له خوا کشف او ترلاسه شول .
ختم_ شکريه _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ