امنیت

د خوست په يوه جومات کې په لمونځ کوونکي بريد

 کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ١٧نيټه :                                      
دخوست ولايت په اسماعيل خيلو جومات کې په لمونځ کوونکو بريد شوى دى .
دخوست د والي وياند طالب منګل د باختر آژانس خبريال ته وويل: دخوست ولايت داسماعيل خيلو ولسوالۍ د للمۍ کلي په يوه جومات کې په لمونځ کوونکوبريد شوى چې له امله يې څلور تنه لمونځ کوونکي شهيدان او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي، دغه بريد پرون مازيګرشوى دى .
د سيمې د خلکود د څرګندونوله مخې: دغه بريد د يوشمېر مخ پټو وسله والو کسانو له خوا ترسره شو او وروسته په  تيښتيې بريالي شول.
د خوست د عامې روغتيا رئيس حبيب شاه انصاري وايي چې د خوست ښار روغتون ته د څلور تنو مړي او پنځه تنه ټپيان ليږدول شوي دي .
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته