اقتصاد

دماليې وزير دافغانستان دبيارغاونې لپاره دامريکا دمتحده ايالاتو له ځانګړي پلټوونکي سره وکتل .

کابل باختر دسلواغې يوولسمه :
دماليې وزير اکليل حکيمي  نن دخپل کار په دفتر کې دافغانستان دبيا رغاونې  لپاره دامريکا دمتحده ايالاتو له ځانګړي پلټوونکى  جان ساپکو سره وکتل .
دماليې وزارت  دوياند مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې دواړو لورو دحکومت دلاسته راوړنو ، د ملي تدارکاتو په ادارې کې  دبدلونونو او ښه والي ، داقتصادي عالي شورا  غونډې ، ٣+٣+٥ دغونډې دموثريت ، دهېواد دملي عوايدو دلوړوالي او دليلونو يې ، له فساد سره دمبارزې ، دعايداتي منابعو داصلاحاتو ، په عوايدو اوګمرکاتو کې دبرقي سيستمونو دتطبيق ، دوچو بندرونوطرحه ، دمالي اختصاصي  ، دمحکمې دجوړولو ،  دتيلو دمعافيت  او دعلاقې وړ  نور  مسئلو په باب خبرې اترې وکړې
دافغانستان لپاره دامريکا دمتحده ايالاتو ځانګړي پلټوونکي يوځل بيا دستونزو دتشخيصولو او ددقيقو رپوټ ورکولو په زمينه کې ژمنه وکړه .
دماليې وزير له ده سره دمعلوماتو دورکولو په باب ددغې ادارې دکړو وړو له فعاليتونوڅخه په قدرداني  سره   ډاډ ورکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته