نړۍ

په هند کې دځانمرګي بريد له امله دوه تنه ووژل شول

نوي ډيلي باختر د سلواغې  دريمه :
په هند کې نن ديوه ځانمرګي بريد له امله دوه تنه ووژل شول .
باخترآژانس دپاکستان د ډان ورځپاڼې  له خولې خبر راکړ په دې بريد کې چې ديوې ښځې له خوا ترسره شو دوه تنه ووژل شول او څه ناڅه شپږ تنه نور ټپيان شول .
دغه چاودنه  په هغو سختو تدبيرونو کې ترسره شوه چې هند ته د امريکادجمهور ريس بارک اوباما دسفر  په درشل کې نيول شوي دي . 
ټاکل شوې ده  بارک اوباما دراتلونکې  يکشنبې په ورځ  هند ته سفر وکړي  او درې ورځې  به په دغه هيواد کې وي چې په بهير کې به يې په اګره ښار کې تاج محل هم وګوري .
  دهند دبيهار  ايالت دسيمه ئيزو  پوليسو  درييس  دڅرګندونو له مخې چاودنه هغه وخت وشوه چې دبنديانو يو موټر محکمې ته څيرمه  ورسيد .
دسي ان ان شبکې ويلي دي چې دځانمرګې يرغلګرې ښځې مړى ټوټې ټوټې شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته