امنیت

پنځه ويشت تنه مسافران د ميدان وردګو – باميانو په لويه لاره کې د وسله والو طالبانو له خوا وتښتول شول

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٤
وسله والو طالبانو پنځه ويشت تنه مسافران د ميدان وردګو- باميانو په لاره کې وتښتول.
د را رسيدلو خبرونو له مخې: يرغلګرو دغه مسافران چې مرکزي ولايتونو ته روان وو، د جلريز – باميانو په لويه لاره کې وتښتول شول.
د ميدان وردګو ولايت په جلريز ولسوالۍ کې يوه سيمه ييز مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل چې وسله وال طالبان د دغو پنځه ويشتو تنو د تښتولو عامل دي.
ده وويل: دغو ملکي وګړو غوښتل چې باميانو ته لاړ شي چې د جلريز –باميانو په لويه لاره کې د وسله والو طالبانو له خوا وتښتول شول.
تر اوسه پورې د تښتول شويوکسانو د برخليک په باب خبرنه دى ترلاسه شوى.
وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په وار وار په دې لاره کې په مسافرانو بريدونه کړي او په زياترو مواردو کې يې ډزې پرې کړې او وژلي يې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته