ورزش

په هرات کې ورزشکارې نجونې سيالي کوي

کابل – باختر د کب دمياشتې ١٦
د مارچ د مياشتې د اتمې نيټې د نړيوال پيوستون د ورځې په درناوى په هرات کې د نجونو ترمنځ ورزشي سيالۍ ترسره کيږي.
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضياالحق ضيا د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه سيالۍ د بدمنتون او د واليبال په څانګوکې د ورزشکارو نجونو ترمنځ سبا پيليږي او يوه اوونۍ دوام کوي.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: دغه سيالۍ به د شهيد ميرويس صادق په جمنازيوم کې ترسره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته