امنیت

دطالبانو دعشر او ذکات دراټولولو مسوول په غزني کې ووژل شو .

کابل باخترد کب شپږمه :
دوسله والو طالبانو دعشر او ذکات دراټولولو مسوول تيره شپه په غزني ولايت کې ووژل شو.
  دغزني دملي امنيت  درياست يوه خبرځاى دباختراژانس خبريال ته وويل چې دطالبانو دعشر او ذکات دراټولولو مسوول حاجي متين دغزني درشيدانو ولسوالۍ دنورمحمد کلي کې دکوماندو دځواکونو په عملياتو کې ووژل شو
  خبرځاى زياته کړه چې په دغو عملياتو کې څلور تنه نور  طالبان ونيول شول .
  ختم_ سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته