امنیت

جنرال دانفورد: القاعده به له افغانستان څخه دنړيوالو پوځونو وتل ستر برياليتوب وبولي

کابل باختر دکب دوه ويشتمه :
په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو لوى قوماندان وايي: که چيرې نړيوال  ځواکونه  د٢٠١٤ ميلادي کال تر پايه پورې له افغانستان څخه ووځي؛ دغه موضوع به په افغان ځواکونو او دښځو په حالت باندې ناوړه اغيزه وکړي او افغانستان ته به د القاعده د بيا راستنيدو زمينه برابره کړي.
باخترآژانس د نړيوالوخبرځايونو له خولې خبر راکړ: جنرال جوزيف دانفورد چې پرون په واشنګټن کې د امريکا د سنا د پوځي خدمتونو د کميټې په وړاندې وينا کوله؛ وويل: که چيرې ټول نړيوال ځواکونه د ٢٠١٤ ميلادي کال په پاى کې له افغانستان څخه ووځي؛ په ٢٠١٥ميلادي کال کې به د افغان امنيتي ځواکونو د کمزورتيا بهير رامنځته شي؛ د القاعده ډار اچوونکې شبکه به  بيا منسجمه شي او د لويديځ پرخلاف د بريدونو د ترسره کولو په مقصد به  له سيمې څخه استفاده وکړي .
جنرال دانفورد وويل: موږ د ترلاسه شويو استخباراتي اطلاعاتو له مخې په دې پوهيږو چې القاعده غواړي خپل فعاليتونه په افغانستان او پاکستان کې دوام ورکړي او هغوى  به  زموږ وتل د ستر برياليتوب په توګه  وبولي .
ده وويل: له افغانستان څخه په بشپړه توګه زموږ د وتلوپه صورت کې به ډار اچوونکي يوازې په فزيکي ډول تنظيم نه شي بلکې دغه وتل به القاعده ته  د روحيې د ورکولو دعامل په توګه  وي .
په واشنګټن کې د امريکا د سنا د پوځي خدمتونو په کميټه کې له جنرال دانفورد څخه پوښتنه وشوه چې  له افغانستان  څخه دنړيوالو ځواکونو د وتلو په صورت کې به  افغان ښځې له څه برخليک سره  مخامخې شي.
ده وويل: په هغه صورت کې به  په افغانستان کې دښځو لپاره حالت خراب شي.
ده زياته کړه: که چيرې د افغانستان حکومت دوه اړخيز امنيتي قرارداد لاسليک کړي؛ دى به له اتو زرو څخه تر دولسو زرو پورې سرتيرو سره د افغان ځواکونو د همکارۍ روزنې او سلامشورو لپاره راحت احساس کړي.
دانفورد ويلي دي: که چيرې د روان ميلادي کال تر مني پورې د افغانستان او امريکا ترمنځ دوه اړخيز امنيتي قراردادلاسليک نه شي؛ دغه موضوع به  د ٢٠١٤ کال په پاى کې له افغانستان سره د ټولو امريکايي ځواکونو د وتلو پروګرام له ستونزو سره مخامخ کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته