امنیت

دوسله والو طالبانو دډلې يو جګپوړي قوماندان په لوګر کې ووژل شو .

کابل باختر د چنګاښ ديارلسمه : دوسله والو طالبانو دډلې يوجګپوړي قوماندان په لوګر ولايت کې دچاودنې له امله ووژل شو . په معتصم مشهور ملااسد الله دمحمد اغې په ولسوالۍ کې په موټرسايکل دبار شوو بمونو دچاودنې له امله ووژل شو چې ټاکل شوې وه افراد يې هغه ديوې ډار اچوونکي پيښې درامنځته کولو لپاره دلوګر ولايت مرکز پل علم ښار ته وليږدوي . دلوګر ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي باختراژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې په معتصم مشهور ملا اسد الله له دوه تنو افرادو سره يې وژل شوي او پنځه تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شوي دي . ده وويل ټاکل شوې ده په بمونو بار دغه موټرسايکل ديوې ډار اچوونکې پيښې درامنځته کولو لپاره دپل علم ښار ته وليږدول شي خو له ټاکلې وخت څخه مخکې دمحمد اغې په ولسوالۍ کې دوسله و الو طالبانو په ډلې پورې دګڼ شمير اړوندوکسانو ترمنځ وچاوديد او په خپله يويرغلګر ووژل شول . ختم- ف_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته