امنیت

په پلخمري ښارکې دماين د چاودنې له امله درې تنه ماشومان ووژل شول

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٢٧ :
دبغلان ولايت په پلخمري ښارکې تير ماښام  ديوې  چاودنې له امله درې تنه ماشومان ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول.
د بغلان ولايت  دعامې روغتيا رياست دخبري څانګې مسوول ډاکتر شاه محمدهوفياني دباخترآژانس خبريال ته وويل چې ددغې پيښې  په ټپيانو او قربانيانو کې  له شپږ کلنۍ څخه تر  ١٢ کلنۍ پورې شپږ تنه ماشومان شامل دي چې په پلخمري ښار پورې  اړوند  د چشمه شير د سرخ کوتل  په نوآباد کلي کې ووژل شول  او ټپيان شول.
هوفياني  زياته کړه  چې په دې پيښه کې يوه نجلۍ او دوه هلکان وژل شوي او دوه  نجونې او يو هلک ټپيان شوي دي.
  ده ددغې پيښې دټپي ماشومانو روغتيايي حالت مخ په ښه والي وباله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته