امنیت

په کونړکې د څلورو داعشيانو وژل کېدل

کابل / باختر/ د زمري ١٠مه
څلور داعشيان په کونړکې په پروني هوايي بريد کې ووژل شول.
د هېواد په خيتځ کې د سېلاب قول اردو يوه قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه داعشيان د پوځيانو په هغه هوايي بريد کې ووژل شول چې په ماڼوګي ولسوالۍ کې د هغوى پر پټنځايونو باندې ترسره شول.
سرچينې وويل چې په بريد کې د داعشيانو د جنګي وسايلو په ګډون د هغوى څو پټنځي هم ويجاړ شوي دي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته