کابل باختر د چنګاښ ٦مه
د المپيک د ملي کميټې رييس نن د غزني ولايت د بايسکل ځغلوونکو له ډلې سره په کتنه کې وويل، چې د سولې په پيغام رسونه کې ستاسو رول د ستاېنې وړ دى.
د غزني شپږ کسه بايسکل ځغلونکي تېرمازيګر کابل ته ورسيدل او غواړي د هېواد نورو ولايتونو ته هم دسولې دپيغام عامل شي .
د باختراژانس د خبرله مخې، په دې کتنه کې د بدنې روزنې او ورزش لوى رييس ډاکتر حفيظ الله ولي رحيمي وويل، چې سوله له ټولنيزې او فرهنګي ودې سره نږدې پيوند لري .
دغه ورزشکاران غواړي چې د بايسکل په ځعلولو سره کابل _ مزارشريف لاره ووهي او د هېواد د شمال خلکو ته د سولې پيغام ورسوي . ختم_ ف _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل