اقتصاد

دلاسي صنايعو نندارتون جوړشو

کابل باختردکب دمياشتې ٢٤ :

په غزني ښار کې نن  دلاسي صنايعو اوغاليو يو نندارتون پرانستل شو.

دباختراژانس دخبرله مخې  په دې نندارتون کې  دمري ګنډنې ، لاس ګنډنې اوډول ډول غاليو په ګډون  دلاسي صنايعو دغه نندارتون  چې دغزني دپنځلسو تنو صنعتکارو ښځو او ددغه ولايت دپنځو تنو نارينه  غالي اوبدونکو دکار حاصل دي ننداره کوونکو ته پرانستل شوي دي.

دغه نندارتون د ٢٠١٣ ميلادي  کال په درناوي  چې غزني يې داسلامي تمدن دپايتخت په توګه اعلام کړي دي  جوړشوي دي  چې درې ورځې دمينه والو پرمخ پرانستي دي.

دغزني دوالي مرستيال محمدعلي احمدي  ددغه ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رييس حميدالله سروري  او دغزني دولايتي شور ايوشمير غړو دغه نندارتون وکوت .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته