امنیت

په کندز کې نښته پاى ته ورسيده په دې نښته کې شل تنه ووژل شول او اتلس تنه نورټپيان شول

کابل -باختر آژانس د وږي ١٢:
دکندز له ولايت څخه را رسيدلي خبرونه وايي چې په دغه ولايت کې دياغي طالبانو او دسيمې دخلکو تر منځ نښتې پاى ته رسيدلي دي.
دغه جګړه تيرماښام دکندز ښارته څېرمه دکنم په سيمه کې دنښته او تر نن غرمې مخکې پورې يې دوام درلود.
پخوا داسې خبرونه خپاره شوي ووچې ګڼې سيمه ييزو پوليسو په کندز ولايت کې په ملکي وګړو بريد کړي دي.
په کندز ولايت کې سيمه ييز مقامات وايي چې ددغو نښتو له امله اته تنه وژل شوي او نهه تنه نور ټپيان شوي دي.
دغه نښتې تيرماښام له هغه وروسته پيل شوې چې وسله وال طالبانو دسيمې يو اوسيدونکى چانواري کړ.
په کندز کې يو قومي مشر قدير شاهد باختر آژانس ته وويل :دطالبانو له خوا دسيمې ديونن اوسيدونکى له وژل کيدو وروسته ، دوه تنه نور ياغيانو ته واستول چې ددغې وژنې دعلت پوښتنه وکړي خو دوى دغه دوه تنه هم ووژل. په دې خاطر موږ دهغوى پر خلاف پاڅون وکړ.
په همدې حال کې دکندز دوالي ويندوى عنايت الله خليق باختر آژانس ته وويل چې په دغو نښتوکې دسيمې اته تنه اوسيدونکي وژل شوي او نهه تنه نوريې ټپيان شوي دي .
ده وويل چې په دغو نښتوکې وسله والو طالبانو ته هم دسر زيان اوښتى دي. خو دسيمې  يو اوسيدونکى وايي چې په دغونښتوکې څه ناڅه شل تنه وژل شوي او ديرش تنه نور ټپيان شوي دى .
په همدې حال کې دکندز په ښاري روغتون کې ډاکتران وايي چې له دغې پيښې څخه دشلوتنو مړي او اتلس تنه ټپيان دغه روغتون ته ليږدول شوي دي.
د دوى دڅرګندونو له مخې، ددغې پيښې دپنځو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراپ دي .
په نويو رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې دنښتو له پاى ته رسيدو وروسته امنيتي ځواکونو ساحه تر کنترول لاندې نيولې ده او اوس حالاتو عادى بڼه غوره کړې ده.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته