امنیت

دماين دچاودنې له امله دوه تنه ووژل شول

کابل باختر دسلواغې دمياشتې  ٢١ :
په فراه ولايت کې پرون دماين  د چاودنې له امله  ديوې کورنۍ  دوه تنه غړي شهيدان او يوتن بل ټپي شو.
دفراه ولايت  امنيه قوماندان عبدالرزاق يعقوبي  باخترآژانس ته وويل :  دغه پيښه  تيره شپه دفراه ولايت دانار درې ولسوالۍ  درباط په سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه  چې ديوې کورنۍ درې تنه غړې په يو مازدا موټرکې  له سيمې څخه تيريدل  چې ددوى دسپرلۍ موټر په ماين وخوت او دچاودنې له امله يې دوه تنه ووژل شول  او يو تن بل ټپي شو.
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې  ددغې پيښې قربانيان دوه تنه ځوانې نجونې دي  اويو سړى په دې پيښه کې ټپي شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته