امنیت

دښمن خپله کمزوري د ملکي کسانو په نښه کولو سره پټوي

ښرنه باخترد چنګاښ د مياشتې ۱۴ مه
دښمن خپله کمزوري په ماینونو او د ملکي کسانو په نښه کولو سره پټوي.
دغه څرګندونې د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت د باختر اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.
وحدت وویل: وسله وال مخالفین د مخامخې جګړې توان نه لري او په دې سره اوس غواړي عامو وګړو ته مرګ ژوبله واړوي او د دولت او ولس ترمنځ تللې فاصلې بېرته رامنځته کړي.
ده د پکتیکا خلکو ته د ډاډمن امنیت خبر ورکړ او زیاته يې کړه چې، چا ته به اجازه ور نکړي چې د خلکو ارام ژوند نا ارام کړي.
له بلې خوا د پکتیکا خلک ژمنه کوي چې په هره برخه کې د دولت د کړنو ملاتړ کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته