امنیت

څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل باختر دوږي اوولسمه :
په تيرو  ٢٤ ساعتونوکې څلور تنه وسله وال طالبان  په لوګر ولايت کې دنجات دعملياتو په بهير کې  ووژل شول .
دغه عمليات له يوې اوونۍ راپديخوا  دمحمد اغې ولسوالۍ دزرغون ښار په ساحه کې پيل شوي دي او امنيتي ځواکونو ښه برياليتوبونه ترلاسه کړي دي .
د ٢٠٣ تندر قول اردو دڅلورمې پلې لوا دمطبوعاتو مرستيال احمد حامد کوهستاني دباختراژانس خبريال ته وويل په تيرو ٢٤ ساعتونوکې  ددغو عملياتو په بهير کې  څلور تنه طالبان ووژل شول او د هغوى سپکې  او درندې وسلې دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلى دى .
دکوهستاني  دڅرګندونوله مخې  ددغو عملياتو په بهيرکې دطالبانو ديرش ماينونه  کشف او شنډ کړى شوي د ٨٢ ملي متري توپ  يوه ګولۍ ، يو زيکو يو او دوه کلاشينکوفونه هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
  دغه راز امنيتي ځواکونو  دطالبانو په يوه پټنځي  په بريد سره چې ګومان کيده ددوى يوسرګروپ  قاري برهان  هلته پټ شوى وى  ونيوه او تراوسه پورې دپوليسو له خوا کلابند دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته