امنیت

شپږ وسله وال طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل/ د تلې ٣٠مه/باختر
شپږ وسله وال طالبان په هلمند کې د پوځيانو په بريد کې ووژل شول.
دغه وسله وال طالبان نن سهار کله چې په يو موټرکې سپاره وو؛ د لښکرګاه په لويه لاره کې د پوځيانو له کمين سره مخ شول.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جکپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې د پوځيانو په بريد کې شپږ وسله وال طالبان ووژل شول.
هغه وويل چې په پېښه کې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
په يو بل خبرکې ويل شوي دي چې امنيتي مامورينو نن سهار ١١ ماينونه د هلمند په ګڼ مېشتو لاروکې کشف او شنډ کړي دي.
وسله وال طالبان د دغو ماين ښخونو عاملين بلل شوي دي.
پاى ذ
   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته