سیاست

جمهور رئیس غني د ترکیې د بهرنیوچارو له وزیر سره وکتل

-کابل_باختر د غبرګولي د مياشتې ٢٧ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاووش اوغلو او ورسره پلاوي سره وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه کتنه چې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لوریو د افغانستان او ترکیې ترمنځ د اړیکو د پراختیا په هکله بحث او خبرې وکړې.
جمهور رئیس غني مولود چاووش اوغلو او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستي پخوانۍ او تاریخي وبلله او د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب یې له افغانستان سره د ترکیې له مرستو او همکاري په ځانګړي ډول د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د هغه هېواد له نظامي مرستو څخه مننه وکړه.
د هېواد جمهور رئیس مولانا جلال الدین محمد بلخي د افغانستان او ترکیې ګډ او لوی ویاړ وباله او ويې وویل، موږ دېته تیار یوو چې په نړیواله کچه د مولانا مثنوي او نور آثار د افغانستان او ترکیې د ګډ میراث په توګه ثبت کړو.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو د ادامې په هکله ډاډ ورکړ او څرګنده یې کړه، چې دولت به یې په وارسا او بروکسل کنفرانسونوکې د افغانستان له دریځ څخه ملاتړ وکړي.
نوموړي په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات د تامین لپاره د افغانستان له کوښښونو څخه د خپل هېواد ملاتړ اعلام کړ.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته