امنیت

درې تنه په لوګرکې د جعلي پيسو د کارولو په تور ونيول شول

کابل/ باختر/ د چنګاښ ١١مه
په لوګرکې درې تنه د جعلي پيسو د کارولو په تور پرون ونيول شول.
د لوګر امنيه قوماندان سمونوال رحم خدا مخلص دباختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې د لوګر پوليسو دغه مشکوک کسان هغه وخت ونيول چې د دوو څارويو د پېرودنې په بدل کې غوښتل جعلي پيسې ورکړي.
هغه زياته کړه چې دغه کسان د مافيايي بانډونو غړي دي او په خپل جرم يې اعتراف کړى دى.
د لوګر امنيه قوماندان خلکو ته ډاډ ورکړ چې  ډېر ژر به د جعلکارانو اصلي بانډونه ونيسي او له خلکو څخه يې وغوښتل چې د جعلي بانکنوټونو په پېژندلو کې زياته پاملرنه وکړي.
پاى ج  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته