بيجينګ باختر د غبرګولى د مياشتې ٦ مه:
دچين په يوه مرکزي سيمه کې دبوډاګانو په يوه کور کې داورلګيدنې له امله څه ناڅه اته ديرش تنه ووژل شول .
باختراژانس دبهرنيو خبرځايونو له خولې خبر راکړ. دغه اور ددوشنبې په شپه دبوډاګانو دساتنې په يوه کور کې ولګيد .
ويل کيږي چې له دغې پيښې څخه ترلاسه شوي مړي دپيژندنې وړ نه دي .
ددغې اور لګيدنې علت لاتراوسه پورې نه دى مشخص شوى خو يوې سيمه ئيزې سرچينې دغه اور لګيدنه دبريښنا دشارتي زيږنده بللې ده .
پوليسو ددغه مرکز دولس تنه کارکوونکي دتحقيقاتو لپاره نيولي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ