امنیت

٩٦ تنه تروريستان په دوو ولايتونوکې ووژل شول .

کابل باختر دچنګاښ يوولسمه :
دروزکان او فارياب  په ولايتونوکې دملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په  چاڼيزو عملياتو کې تروريستانو ته دسرزيات  زيانونه اوښتي دي
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. دغه عمليات چې دروزګان ولايت دخاص روزګان ،  چورې  ولسواليو او ددغه ولايت په مرکز ترينکوټ کې ترسره شول له امله يې  ٦٤ تنه وسله وال طالبان  ووژل شول   ١٥ تنه  ټپيان او ددوى  دوه موټرونه او يوه اندازه   وسلې اومهمات له منځه تللي دي .
  دغه راز دفارياب   ولايت دغورماچ  ، پښتون کوټ اوخواجه سبز پوش  په ولسواليو کې ددغو ځواکونو په هوايي  او تصفيوي  عملياتو کې  ٣٢ تنه تروريستان وژل شوي  ٢٢ تنه  ټپيان ، درې موټرونه ،  ١٣ موټرسايکلونه او ددښمن څلور سنګرونه له منځه تللي دي .
  دغه راز دغه وزارت وايي  دهېواد دامنيتي ځواکونو عمليات ددښمن دځپلو او په دغه ولايت  کې دګواښونو د  لرې کولو په موخه په برياليتوب سره دوام لري .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته