امنیت

څلور زره کيلوګرامه امونيم نايتريت کشف شول .

کابل باختر دزمري  اتمه

  په قندهار ولايت کې سيمه ئيز مقامات وايي دتخته پل په ولسوالۍ کې يې څلور زره کيلوګرامه امونيم نايتريت چې دچاوديدونکو توکو په جوړولو کې کارول کيږي ترلاسه کړل .

  دقندهار دوالي ويندوى  جاويد فيصل  باختر اژانس ته وويل: دغه توکي تيره شپه دامنيتي ځواکونو دعملياتو په بهير کې  دتخته پل ولسوالۍ د ميرزا محمد خان په ساحه کې په يو کور کې کشف او ترلاسه شول .

 دخبرځاى د څرګندونو له مخې،  په دغو  عملياتوکې دغه راز سل کيلوګرام باروت هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .

 د تخته پل ولسوالۍ  د قندهار  ښار  په يو سلو نهه پنځوس  کيلومتري واټن کې ده اوڅرنګه  چې مرکز ته ددغو توکو دليږدونې امکان  نه و دامنيتي مسوولينو له خوا په همدې ساحه کې  وسوځول شول

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته